غزل
دا ستم چې خپل اشنا دی په ماکړی
خوشحال خان خټکدا ستم چې خپل اشنا دی په ماکړی
نا اشنا سړي به نه وي په چا کړی
په ياريې دې هيڅوک غلطي نه کا
وار په وار يې درست عالم دی تر شا کړی
گوره سر به يې په رند که په زاهد شي
د غمزې خنجر يې اوس دی تر ملا کړی
دمخ خال يې تور تارو دی په گلزار کې
د زړه بازمې دی نظر پسې واکړی
خدايه! ته يې د زړه مهر په ما وکړه
چې دې زه په ظالم يار يم شيدا کړی
د فراق غمونه هسې راپسې دي
درسته شپه يې و ما خوب نه دی راکړی
زه به ولې د ښه مخ ننداره نه کړم
نندارې لره يې زه يم پيدا کړی
يو وصال د ښو يارانو بل هجران دی
چې خوشال يې په خندا په ژړا کړی