نظم
د سترگو د دارو
خوشحال خان خټککور کمن فلفين وروره
بيا د کاڼي مالگه گوره
با بېړنگ سونډ و کوته هم
پاړهۍ بج و چتره هم
د نيم پاڼې موټه وياړه
دا دارو د سترگو غواړه
دا هم برابر جانه
واخله نو له ښه دو کانه
ور سره د بزې متيازې
نور څه هيڅ نه خو يوازې
د متيازو يې ته آس کړه
تر گولۍ سازې په قياس کړه
په سايه کړه گولۍ وچې
چې کمترې وي تر پچې
سايېده که له اوبو شي
ستا په سترگو پورې ترو شي
د نزول مرض به ورک کا
په فرصت به بيمار سپک کا
که له شهد له روغنه
پورې کېږي ده روښنه
د سبل مرض به دور کا
خوش په زړه به دا رنځور کا
له هندي سر کې ای ياره
که يې پورې کا څو واره
چې دې باد يا يرقان وي
د بيمار به ورک اسان وي
که يې پورې کا له بوله
خلاص به شي د برېښ له هوله
د بنگرې له اوبو ياره
شبکوري وړي له بيماره
که د ښځې پۍ پرې گډکا
د لېمو گل به گډوډ کا
که يوه پوړۍ څوک وخوري
د منگور په وښ به نه مري
که پوړۍ وخوري څوک څوارلس
سم خوړلي لره دي بس