نظم
دا طالع زما څه اوس نه دي ځايي دي
خوشحال خان خټکدا طالع زما څه اوس نه دي ځايي دي
چې په چا باندې مين شم دماغي شي
چې ترې مينه پټوم هومره ايلي کا
چې پرې مينه ښکاروم هومره ياغي شي
هغه زړه به فراغت آرام په څه کا
چې د ښکليو د جمال په خال داغي شي
په هجران يې په سنگېړ مېشته زما وي
په وصال د مهوشانو زړه باغي شي