غزل دا تاو تاو زلفې ښکاره کړه له نقابه خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 دا تاو تاو زلفې ښکاره کړه له نقابه چې ځار ځار يې شم له هره پېچ و تابه 02 زه چې چېرې تاته سوال کړم، ته ښکنځل کړې نور به څه غواړم تر دا حاصه ځواب 03 د سمند سمونه سره په وينو درومي گوره بيا دې دچا مېنه کړه خرابه 04 تابه هسې بې صرفې قتلونه نه کړل که دې وېره شوای له خونه، له عذابه 05 لکه څوک چې له تېرو تورو وېرېږي هسې ډار کوم زه هم ستا له عتابه 06 چې د کښلي زېبا مخ نظير دې غواړم په نور څه مې نظر نه شي بې افتاب 07 که فتنې او خرخشې دکښليو دود دی نه چې هسې هومره ډېرې بې حساب 08 زه خوشال که له تا خواست کړم، مستحق يم خوله زکات راکړه د حسن له نصابه د قاموس مانا × اصلي کلمه