غزل

د تقوی، د پارساييه دعا تل کړم

خوشحال خان خټک

د تقوی، د پارساييه دعا تل کړم

چې دعا مې اثر نه کا، څه ويل کړم

زړه مې خدای مين کوي په ښايسته و

هسې نه چې زه په خپله زړه مايل کړم

چې عالم مې اړوي د عشق له کاره

زه اقرار ورته په خوله، انکار په دل کړم

مگر زه فسق او فجور لره پيدا يم

چې بيا بيا يې ماتوم، که توبې سل کړم

واعظ حوريې ښې کوي تر دا دلبرو

که هو هو ورته لرم، کله منل کړم

زه په دا سبب لېمه غواړم له خدايه

چې دلبرو ته د سترگو غړول کړم

چې د عشق غمونه نور چا لره درومي

زه يې مخې لره ورشم واړه خپل کړم

عاشقان به د جهان په ما پېغور کا

زه که اوس په عاشقيې کې خوی بل کړم

و هر چاوته يې راز وايم د مينې

د هر چا سره چې يار شم يار خجل کړم

زه لومړی په اشناييه نازېدلم

واړه غم و، چې پرې ښه وپوهېدلو

د زړه زور، د صورت توان راڅخه لاړ شو

چې درانه د بېلتانه پېټي اخلم

اشنايي، ياري په مهر، په رضا شي

په دا کار کې په چا نه شي زور و ظلم

سر اول د يار د ياد په بالين کښېږدم

له غه پسه په پالنگ باندې څملم

چې د سر په ځای سينه راته بډه کا

هم هغه به د بڼو په غشيو ولم

ښايسته لکه گلونه زه توتي يم

چې و هر لوري ته ځم، په گلو ملم

که سيالي له مړه شي، نه يې له بخته

شاه په خپله بې ريباره وبللم

هوسۍ چا په دوه نيولي دي خوشاله!

بېهوده په غزاله و پسې ځغلم