نظم

د تاشکند لور

عبدالباري جهاني

د تاشکند لوري ښکلي اوزبکي

په حسن حوري ښايستې ملکي

لکه په ګلو پوښلې لښته

پر ملا غبرګېږې راپورته کېږې

ډکه له مهره ډکه له نازه

چا ته مسکۍ سې چا ته خندېږې

لکه په غره کي سهاري زرکه

پر لاري درومې ته وا نڅېږې

ته وا رقصېږي ته وا ګډېږې

ته وا غوټۍ يې دا اوس غوړېږې

چيري به زوړ کې دا ښکلی حسن

پر چا به تاو کې نازک لاسونه؟

څوک به دي زبېښي دا سورکۍ شونډي

څوک به دي لڅ کي دا سپين ورنونه؟

څوک به دي ستايي دا هوسۍ سترګي

څوک به دي تاو کي دا توري څوڼي

پر چا به پلوري د ناز کتني

دا کږې وروځو دا سترګي بوڼي

دا نرۍ غاړه دا جګه ونه

دا کږېدني پورته کېدني

ته هم پوهېږې چي ښايسته يې؟

ته هم پوهېږې چي افسانه يې؟

تا هم سوځلي د چا خوبونه؟

ته هم اورونه ته هم لمبه يې؟

کاشکي چي روغ وای ستا وزرونه

کاشکي چي مات وای دا قفسونه

چي الوتلای، پورته کېدلای

چي پی کول دي ليري مزلونه

تا خرڅولای ما رانيولای

د بورو سترګو بيده نازونه

افسوس چي نسته د نجات لاري

بېځايه سوځې تنها ويلېږې

رڼا دي نه کړل خپل خلوتونه

د څو ناکسو پر کور بلېږې

کاشکي چي تله وای چي الواته وای

چېرته چي زه وای او هلته ته وای

ما پوهولای چي ښايسته يې

ما درښودلای چي بتخانه يې