غزل

د هر يو زړه په مدعا پوه دی

امیر حمزه شینواری

د هر يو زړه په مدعا پوه دی

ښه دی ساده نظر په غلا پوه دی

داسې شو تېر چې گوندې هېڅ نه وينې

د التفات په منتها پوه دی

داسې ساده گوري چې وايې به ته

نه په سبا نه په بېگا پوه دی

لا د ستم يې ابتدا کړې ده

د اشنايۍ په انتها پوه دی

پرېږده چې وکړي انتها د ستم

د زړه د ډاډ په ابتدا پوه دی

دا چې يو بل ته مونږه سم نه کسو

زه په هغه، هغه په ما پوه دی

وايه حمزه به ته تر څو ژړوې؟

ستا په مکېز او په خندا پوه دی