غزل
د هوښيار د نادان هومره تفاوت دی
خوشحال خان خټکد هوښيار د نادان هومره تفاوت دی
څو د مځکې د اسمان په منځ کې وت دی
نادان څورب فراغت گرځي، خوښي کا
هوښيار تل تر اندېښنو لاندې چت پت دی
که په ما باندې څرخ خوري، پروا يې نه کړم
دهر، هر کله دانا سره په نښت دی
که حاتم شي، يا رستم شي خوله يې گوره
چې يې لافې دخولې وکړې نور انډ ت دی
عشق يو مست هاتي ولاړ سره ښورېږي
دا په ځان خوني عاشق يې مهاوت دی
چې د کم اختر پرې وشو لوی به هم کړې
چې خيرن در څخه نه شي، دا يو خت دی
څوک د بل کروته خوري ورپسې گرځي
چا خوړلی په درست عمر ښکار د کورت دی
د تحصيل او د ترتيل بلا په ده شه
چې ملا د حق گويۍ په کار ساکت دی
حاجي لاړو و مکې ته راغی، ده مې
په دروغو په حرص ډک کړی کت دی
چې ديدن يې د گلرويو سره کېږي
می دې خوري، نوروز دې کا بهار يې نت دی
چې په کور کې يې کښېږدي په چا يې نه خوري
خدايه! مال يې و ما راکړه چې مغت دی
چې کردار يې د گفتار موافق نه وي
همېشه د دروغجن په ږيره ډت دی
د باطن په سترگو گوره هغه مخ ته
ظاهري نظر د نمر په ليدو تت دی
دخوشال کلام شېرين دی تر نباتو
چې په خوند يې خبر نه دی ورته کورت دی