غزل
د يار غم به په تنها صورت زغمم
خوشحال خان خټکد يار غم به په تنها صورت زغمم
دا بې درد عالم به نه راخبروم
چې دا اوښکې مې غمازې د فراق دي
زه يې ځکه په گرېوان کې تويوم
همېشه يې په دا فکر در مانده يم
چې دخوږ خاطر علاج په څه کوم
ملامت يې د عاشق د سرپگړۍ ده
دا پگړۍ له سره چېرته اچوم
د هجران د آتش لا لمبې تازه شي
څو د صبر اوبه زه پرې پوږ وهم
اشنايي له جداييه سره ښه ده
د مرهمو قدر داغ څه گڼم
له طبيبه خلق هيله د شفا کا
زه خسته د خپل طبيب له لاسه مرم
ياره ! ته چې جدايي، جدايي وايې
زه خوشال ددې خبرې توان لرم؟