غزل

د يوه بادشاه په حکم شوم اگاه

خوشحال خان خټک

د يوه بادشاه په حکم شوم اگاه

امر، نهې مې قبول دي د بادشاه

يا مهدي يې، يا عيسی چې راښکاره شوې

په جهان دې غلغله وشوه ناگاه

د مهدي او د عيسی د وړاندې څه دي

هم د جال هم د دجال واړه سپاه

خير آباد لره دې رايشي لښکره

چې احوال دغليمانو شي تباه

چې خيبر لره ما بولي، قضا کېږي

ډېر کارونه په دا ملک د خيرخواه

درياخان، دروېزه دواړه په حضور دي

گويا زه هم په حضور يم د درگاه

خواه ناخواه که امر دا دی چې رادرومه

دا بنده به در روان شي خواه نا خواه

دارنده د عريضې زما د لوريه

زباني خبرې هم لري همراه

د سپي غول د دروغجن په خوله کې تل کړه

په رښتيا خبرو خوله د سړي کښل کړه

هر عمل چې سړی کا، مضمر به نشي

درته چا وی چې لوگی مه کړه، اور بل کړه

که پوهېږې چې د بل جهان حساب شته

ته په دا جهان نظر په خپل عمل کړه

ستا د خولې چينه حنظل ده، هم عسل ده

و هر چاته تويونه د عسل کړه

چې د دين، دنيا کارونه درته پېښ شي

د دنيا تر کاره کار د دين اول کړه

چې د مښکو د نافې شميم راخور شي

راڅرگندې تورې زلفې تور وربل کړه

ساقي وخت د نوبهار دی، شراب راوړه

د شرابو سره نقل د خولې مل کړه

نن خلل د نی او می مه کړه زاهده!

چې موسم د بهار تېر شي بيا خلل کړه

چې يو دم د عشق له اوره خالي نه وي

خدايه! څه دې د عاشق سينه منقل کړه

ستا د مخ په دور زه جهان گير شاه يم

راته کښېنه کرشمې د نور محل کړه

ستا دا تورې سترگې خود تورې بلا دي

درته چا وی چې يې تورې په کجل کړه

که هزار ځله شېخي کوې خوشاله!

چې ښه ښکلې در نژدې شي خوله يې کښل کړه