غزل
دا يې کوم ستم دی چې جفا يې کړله کمه
امیر حمزه شینواریدا يې کوم ستم دی چې جفا يې کړله کمه
زيات شه د اول نه ای زما د زړگي دمه
دم د زړه مې ډېر و چې ته ډېر شوې د يار غمه
دم د ښکلي يار به دې سوا کړې د زړه دمه
ظرف مې يې کتو چې ساقي سترگې کړې راپورته
لږ خو و په کار چې لغزېدلی وای قدمه!
لار د محبت ده چې قدم ونه ښويېږي
بېرته څه گوگل ته سترگې مه لمدوه نمه
زلفې تاو راتاو دي ستا د حسن له کږلېچه
چاره د مېن د محبت به نه شي سمه
بې له خپله ځانه که څه نور گڼې نور نه دي
ودې گوره جام چې درته څه وښيي جمه
تا ولې حسد د بتخانې سره راواخيست
مخ په تور پړوني پټوي ترې نه حرمه
زه د قدم نخښه يمه څو چې فنا نه يم
نشته هغه کس چې مې کړي پورته ستا له چمه
سم دې کړو هر څو که دې نظر د هوس کوږ و
عمر د حمزه دې شي در ځار (درزار) د زلفو خمه