نظم

د زړه ماتو مهانخانه

عبدالباري جهاني

له هغې ورځي چي ته رانه جلا سوې

زه دي پرېښودم بېلتون تورو تيارو ته

ما هم ځان ته نوې مېنه پيدا كړې

هلته ليري په ګوښه كي اوسېدو ته

په كوڅه د تنهايي كي يو ګوښه ده

د زړه ماتو په نامه مهمانخانه ده

په كوڅه د تنهايي كي به كړېږم

څو سلګيو د مرګي ته ور رسېږم

هلته زما په شاني ډېر خلك اوسېږي

خو زړه ماتي مينان پكښي ځايېږي

په تيارو د تنهايي كي ژړېداى سي

په لمبو د بېلتانه كي سوځېداى سي

په هغو تپو تيارو كي به اوسېږم

په لمبو د بېلتانه كي به سوځېږم

بل به نه وي خدمتګار مهمانخانه كي

نو به اوښكي وي كوربه د دغه لوري

هره ښكلې به د غم په ټال زنګېږي

او په غاړه به جامې وي د غم توري

چي دي پرېږدي محبوبا په بېلتانه كي

هوسونه د ځوانۍ دي نيمه خوا كي

د ژوندون په كيسو اوښكي كي در ګډي

د ويلو افسانه درته پيدا كي

نو روان سه په كوڅه د تنهايي كي

د زړه ماتو په نامه مهمانخانې ته