غزل

دا زما د تخيل څيرې گرېوان دی

امیر حمزه شینواری

دا زما د تخيل څيرې گرېوان دی

د پښتو ادب سحر خنده افشان دی

د ادب گلونو سترگې د شهلا کړې

انتظار د تماشې د کوم جانان دی

پلوشو د کوم نمر مخي خبر راوړ

چې هر زړه لکه شبنم هسې چشمان دی

رنگينۍ کړي په منظر کې پټ پټاڼې

که گلپوشه پرې خويه بيابان دی

نسيم يوړې لوپټې د نگهتونو

شرمنگيره خنده گل کوي پرېشان دی

ستوري خند د شاعرۍ اور اورکي شول

په اسمان د تخيل کې چراغان دی

په لېمه د ژړغوني عندليب کې

رنگ د سرو گلو شوخي کوي خندان دی

د خپل بوی په تار پېلي دي گلونه

ورک د فکر دسهرې نه گرېبان دی

د بوډۍ په ټال کې مستې ځوانۍ زانگي

د وصال د خوب جوټو وړی ارمان دی

ځمکه هم د بخملينې خندا شنه ده

ته به وايې چې شينکی ترې ځي روان دی

ننداره د نندارچي د سترگو تور شوه

تور د سترگو ننداره د هر چشمان دی

د نظر لمنې واړه فردوسي شوې

هر يو گل د تخيل چمنستان دی

هر بلبل يې د بقا سندرې وايي

د پښتو دباغ ماليار عبدالرحمان دی

په وربل يې د جانان چې سر شندلو

نن هغه لېونی جان د هر جانان دی

د سخن له آيينې به يې څه وايم

زما فکر بې جوهرو ته حيران دی

حمزه! څومره خوشبختي د پښتنو ده

چې په لاس يې د رحمان صاحب ديوان دی