غزل
ددې وچو کلکو غرونو په لمن کې
امیر حمزه شینواریددې وچو کلکو غرونو په لمن کې
په هوا کې عجيبه غوندې يو کيف دی
انگازې دي د جنت چې روح يې اوري
چې ددې نه بې خبر پاتې شي حيف دی
د شيطان په زړه تڼاکې راختلې
دا خېمي چې دي وهلي مؤمنانو
د قيامت منظر يې دلته دی جوړ کړی
کفنونه کړل در بر مسلمانانو
ستا در ته يو راغلي ای خاونده ذوالجلاله
وافره برخه راکړه د کمال او له جلاله
هم ته وې چې څه نه وو، بيا به ته يې څه چې نه وي
اَلانَ کَمَا کَانَ يې خاونده بر کماله
ده ستا حديث لره نقطه چې ترجمانه
ښکلا زمونږ نصيب کړې له هغه ځلنده خاله
هغه چې نُور يې تا کړلو جدا له خپله مخه
هغه چې يې په امن کړو انسان له اختلاله
هغه چې يې ډيوې کړې دضمير په کور کې بلې
هغه چې گردنونه يې آزاد کړل له اغلاله
خاونده په خاطر دهغه پاک نبي اکرم (ص)
محرومه مونږه مه کړې له کرمه له افضاله
ښېگړې هم د دين هم ددنيا زمونږ نصيب کړې
ساته مو د دنيا له هر آفت او هر ملاله
دا ټول مسلمانان چې دلته غونډ زړونه يې بېل دي
دا ډېر زړونه يو زړه کړه درته هېڅ نه ده محاله
قابضه په ړومبۍ کعبه زمونږ داسې يهود دي
ټپوس لکه چې جوړه په جنت کې کاندي جاله
عيسی ورته خاونده دا امت د خپل حبيب (ص) کړې
دا مځکه مقدسه چې کړي پاکه له دجاله
پښتون دې تل آباد وي، تل دې ښاد تل دې آزاد وي
ساته يې له نفاق او له زواله لاَ يزاله
واپس موکړې وطن ته خو په داسې کيفيت کې
بل کال چې لا ددې نه هم راتلو ته يو لېواله
خاونده غلبه ستا درحمت ستا په غضب ده
بخشش راته گناه کړه چې يې خلاص شو له وباله
شينواري ته دې ستا وي د کرم دروازه بېرته
تل تل يې په دنيا او اخرت لرې خوشحاله
ددې نه لوی غم به بل څه وي
چې د الله له کور نه اخلي رخصتونه
د خدای حبيبه (ص) په تا هم د تا په آل مې سلام
ستا په کمال او په جلال او په جمال مې سلام
ای چې مظهر يې د "ظاهر" نو همه ته ښکارې
ای د بېچونه حق په مخ کې چې لېمه ښکارې
ای چې له قيده د مکان او د زمان يې بهر
ای چې هم ته د هر تاريخ سره په تله ښکارې
ای چې دې ورکه فاصله کړه د ازل او ابد
هلته اول شته نه اخر شته چې ته نه ښکارې
ای هغه نمره چې دې چرته پرېواته نشته دی
په هر اَفق، په هر جهت کې په خاته ښکارې
ای چې ماضي او مستقبل ترې گېر چاپېره چورلي
ای د بشر سيده ستا په هغه حال مې سلام
د خدای حبيبه (ص) په تا هم د تا په آل مې سلام
څه مې سلام دی چې په تا دی له "سلامه" سلام
له هر ملت، له هر يوملک، له هره قامه سلام
تا چې ظاهر کړلو انسان ته شرافت د انسان
ځکه په تا وايي مَلک د عرش د بامه سلام
ستا د پاک نوم که ړومبی حرف په اخر کې راغی
دا خو راتلونکی و په ميم له الف لامه سلام
د "انا الدهر" له ارشاده دې ظاهره کړله
چې وي والليل وته په خوله له صبح و شامه سلام
په دوه لېمه کې دې د رب ښکاري جمال او جلال
بيا په وحدت ستا د جمال او د جلال مې سلام ـ
د خدای حبيبه (ص) په تا هم د تا په آل مې سلام
ته د بې کيفه نقطې راغلی ترجمانه نقطه
شوه د الله په نوم موسومه دا روښانه نقطه
لکه د تخم په دانه کې چې مضمر وي شجر
داسې وه ډکه د مکان او له زمانه نقطه
لا ده ځلانده مرغلره چې بهير يې وکړ
شوه دايره د کايناتو دا دوانه نقطه
چې دا پيدا ترېنه عالم د کايناتو شولو
پټه پخپله دايره کې شوه عيانه نقطه
سره ددې هم چې ځلانده ښکاري ستا په جبين
چې د مَېنو ده کعبه په هغه خاک مې سلام
د خدای حبيبه (ص) په تا هم د تا په آل مې سلام
ما د عصيان غشو ويشتلی خوږ ضمير راوړی
د ماسوی په زولنو کې زړه اسير راوړی
زه کفارې د پاره دُر او مرجان نه لرمه
د انفعال د گرمو اوښکو مې بهير راوړی
په دې اسره چې تاته رب روف رحيم ويلی
آس مې د لاَ تقَنطوا هم د رب قدير راوړی
دا چې ژوندی دی د شبير او د شبر په ذکر
دې پاکې خاوې ته مې هغه زړه زهير راوړی
زما دې نقص هم د دين هم د دنيا لرې شي
چې پرې د دين وشو تکميل په دې کمال مې سلام
د خدای حبيبه (ص) په تا هم د تا په آل مې سلام
زمونږ له مخې طوفانونه د تيروکړه لرې
دا اختلاف د مسلمان له مرحلو کړه لرې
د يو هدف په لور چې يون په يوه لاره وکړي
دا ځانځاني د پښتنو له قافلو کړه لرې
زمونږ د پاره توکل د حق په ذات وغواړه
نوره اسره مو د دنيا د بدرگو کړه لرې
په هغه سمه لار چې سم شو چې ښودلې ده تا
ټول کږلېچونه مو د زړه او د لېمو کړه لرې
قيام په "ربَنا الله ثم استقاموا" غواړو
د تا په صبر استقامت او استقلال مې سلام
دخدای حبيبه (ص) په تا هم د تا په آل مې سلام
د زولنو په مشغولا خوښ يم
اوس خو دځان په تماشا خوښ يم
دا خو هم ستا د ديدن فيض دی اشنا
زه چې د زلفو په سودا خوښ يم
ته يې خبر؟ د چا شهيد يمه زه
لاړشه، هم داسې مسيحا خوښ يم
د تا د دوو سترگو ديدن غواړم
نه په دنيا نه په عقبا خوښ يم
داسې يو حال هم په ما راشي کله
چې بې د تا نه زه اشنا خوښ يم
دا لېونتوب دی او که روغ شومه زه
چې د اخفا نه په افشا خوښ يم
چې مخ او زلفې يې حمزه نه وينم
نه په صبا نه په بېگا خوښ يم