غزل

دمؤمن گفت و کردار واړه معلوم دی

امیر حمزه شینواری

دمؤمن گفت و کردار واړه معلوم دی

د سپوږمۍ دچړې تېکی وايه کوم دی

ستا په نوم مې چې خپل نوم او نشان ورک کړ

اوس چې هر يو نوم ته گورم زما نوم دی

ستا د زلفو د ورک شوي درک چرته

چې مې سيوری هم په دې شپه کې معدوم دی

شقاوت د فلک گوره په مېنو

چې گردش يې هم زما دپاره شوم دی

عشقه څه شوي زه قتيل يمه دعقل

چې جهان راته موجود کله موهوم دی

ستا يادونو هم اشنا يواځې نه کړم

د غمونو چې هجوم و لاهجوم دی

اضداد هله په کارېږي چې موجود وي

په وجود او په عدم کې څۀ لزوم دی

که پخې پخې خبرې کړې بې عشقه

په دې لاره کې يې وگڼه لا اوم دی

حمزه هغه چې دعوه يې د محرم وه

چې په غور مې وروکتل محروم دی