نظم
دمشرانو او مېړانې په باب
خوشحال خان خټکدخدای منت راباندې چې يې هست کړم له عدمه
بل خلقت يې نه کړم را پيدا شوم له ادمه
پښت په پښت راغلی مسلمان محمدي يم
چار د چار يارانو سره واړه منم سمه
درست په دا پوهېږم چې څلور مذهبه حق دي
زه د حنفي مذهب دعوا لرم محکمه
مينه يې په زړه کې د علماوو راکړه ډېره
مينه يې د دور د شېخانو راکړه کمه
نه خراباتي نه قمارباز نه زناکار يم
نه قاضي مفتي چې يې نظر په څو درمه
بخره يې د تېغ راکړه په اصل کې پښتون يم
پلار په نيکه نه يم بې دولته بې حشمه
پلار مې سور کفن وگور ته لاړ نيکونه واړه
ډېر خلک پرې ومړ خون يې لاړ شو تر عالمه
پلار مې شهباز خان په سخاوت کې حاتم وو
زړه يې دمزري په توره تېر و تر رستمه
ټينگ ولاړ په شرع تل يې کار وپه رښتيا کې
خط سواد يې نه و نور دانا و له فهمه
څو به نيکه ستايم يحيی خان جنت يې ځای شه!
روغ لکه يوسف و درست تر سره تر قدمه
بل سړی که سپور وی دی پياده سره به سم و
قد قامت يې هومره دمېړانې چار پرې تمه
بل نيکه زما ملک اکوچې په خټک کې
ده راوړه دا بخره د لوييې مقدمه
دېرش کالونه وشول چې مې پلار دی شهيد شوی
مړ کړ يوسفزيو ما هم اور کړه باندې سمه
نور پښتانه ډېر دي خو يو زه په کې توره يم
واخلم، ورکړم، بند کړم، پرېږدم، ووژنم تر دمه
ډېرو ولسونو غليمي راسره وکړه
سر يې راته کوز کړ هاله خلاص شول له ماتمه
يو، يوسفزی دی چې په ما يې منت بار کړ
لا په اکوزيو د ننگ چار ده مسلمه
زه چې د غعد ( ١٠٧٤ هـ) په کال بندي د اورنگزېب شوم
کور او خېلخانه مې په کې ډېره وه له دمه
څو کاله بندي کړم اورنگزېب په هندوستان کې
روغ راغلم تر کوره بيا يې خلاص شوم له ستمه
هر چې زه يې وژلم په زندان کې هغه واړه
ومړل خوار شول ورک شول خالي نه دي له المه
زه لکه يوسف له بنده خلاص شوم کامراني کړم
پاک پاکيزه زر وم اور مې نه کړه بها کمه
زوی مې اشرف خان دی چې خور شوی کور پرې ټول دی
زه چې په بند لاړم
څلېرويشت زويه نور لرم يو دی په کې چې لوی دی
واړه بر خوردارشه خدای يې وساته له غمه
اوس پينځمه لمسي لرم افضل د اشرف خان دی
خدای يې برخوردار کړه په ده ډېره لرم تمه
يو مې سکه ورور دی چې يې لار دحق نيولې
دوه وروڼه مې نور دي يوپه نم دوهم بې نمه
ځای مې ملک پور دی چې يې سرای بولي وگړي
قام ولس مې پروت دی تر لکۍ په غره په سمه
شل زره ځوانان لرم همه له يوه ذاته
واړه يگانه شا په خدمت راته خمه
څه شو شمشېرخان ترين که پوخ پنجهزاری دی
ما وته هيڅ نه دی مگر بې اومه شلغمه
څو به دمنصب په زور زما برابري کا
څه مجال د گډې چې سيالي کا له صيغمه
خوار شه يوسفزي چې ترين يې حاکمي کا
اوس که ښکار د باز کاندي هيليې نه ده گرمه
زه د شاه جهان بادشاه دننه د زړه سر وم
چار مې اورنگزېب په نادانيې کړه برهمه
دم وهلی نه شم څوک مې ډاډ، دلاسا نه کا
داغ لرم په زړه کې بې طبيبه يې ملهمه
څو زره سواره دي سرگردانه په څو کاله
زه که په زړه روغ وای چار به ولې وه درهمه
سل کاله که تېر شي دا مهم به فيصل نه شي
دا رنگه چې کېږي گوره څه وشي له همه
څو چې په څو کاله شمشېر خان ترين کار کړی
ما به په څو مياشتې واړه چار کړه مستحکمه
دا مکر فرېب چې د حيات ترين هنر دی
کله دا د مرد، دی! دا د ښځې دی عالمه
پوهه تميز نشته دا فلک په سترگو ړوند دی
ښځه د خانيې په خطاب کا مکرمه
دا انشا املا واړه چې دی د شيطانۍ کا
تل باندې نفرين اوري له لوحه له قلمه
حال حقيقت وايم چې هرچا وته معلوم شي
زه څه شاعر نه يم هی توبه له مدح و ذمه