نظم
دميرې د ملک او د بهار د ښکار تعريف
خوشحال خان خټکدميرې مزکه مهينه
سراسر واړه ورېښمينه
په هر لور چې په کې درومې
خوشالي د صورت مومې
د بهار په وخت کتلی
پښې برمنډې په کې تللی
نه يې کاڼي نه يې خار وي
څو چې ځې واړه گلزار وي
شگفته پکې وي اوژې
د هر بوټي څو سژي
د غاټولو سره گلونه
لکه پهن په لاړونه
چې اول بهار راتله کا
شندي گل بلا ډېر ښه کا
لکه مخ په تور خالونه
په ميرې کې زېړ گلونه
خاصه گل د پيغمبر وي
چې جهان پرې معطر وي
عندليب د دوی له بويه
نارې کا له هره سويه
چې يې بوی پهن بساط کا
سره کبلي پکې نشاط کا
تور تاروپکې آواز کا
دم په دم ثنا د باز کا
پکې پاڅي پرېوځي څاړي
باز يې نيسي چرغ يې نغاړي
سويه پرېږدي خپل کندلي
په گلونو کې څملي
شغالان، گرگان، کږان
پاسه پښې ږدي په گلان
سپېره مځکه خاورې تورې
نوراني شي که يې گورې