غزل

دنقطې نه دی د عشق زما سفر

امیر حمزه شینواری

دنقطې نه دی د عشق زما سفر

ماسوا کړو د جنت نه جوړ سقر

شي صافي زمانه روڼ کوي ثنا مې

د رڼا خو په کثيف هم وي گذر

نسبت ورک شو چې راستون شوم ځان مې وليد

ويني عکس د آيينې نه خپل بشر

عکس ويني خپل معکوس د آيينې نه

د نسبت دويي پرده ده يوبشر

د نسبت آيينه صافه شوه يار نه و

ما به ځان ته ځان به ماته کړ نظر

ستا خندا مې زېړ بشر شگفته نه کړ

د سحر په نمازديگر نشته اثر

ځوانۍ څرنگ د سينگار اجازت در کړ

لېونتوب خو کړي دعقل نه خطر

غل د ديد په بام موسکی شو ښکته يار ته

پورته بدر راښکاره شو ښکته نمر

غرېو نيولي ارمانونه مې پخلا کړه

چې مې لړزنده ځواني ده په سفر

انتظار مې اسوېلي ته جوړ شو تښتي

اضطراب کړي غزونې د محشر

حسن، عشق او معشوقه او عاشق يودي

کله هغه کله زه شم مرور

کله کله د خپل شعر په اور سوځم

دا په دې چې مې اشنا دی سمندر

ستا ثنا لره بلبل زما د فکر

گله جوړ به شي چې خوري د زړه ثمر

دسينگار په وخت خو ته يا آيينه وي

خو چې ته نه يې له عکسه کړې خطر

ښکلی يار مې نا اشنا دی له حجابه

خوچې نه رسي پرده شي خپل نظر

گنگوسۍ دې په تياره او په چپيا کې

په دې شورکې اشنا نه راځي بهر

ماحمزه حيران گرېوان په سحر څه زده

چې دا اوښکې دي،که پرخه د سحر