غزل
در خو خود په ادم خان باندې شيدا وه
خوشحال خان خټکدر خو خود په ادم خان باندې شيدا وه
تر دا منځ د ميروگي ژبه بلا وه
چې په منځ کې دلال نه وي، وصال نه وي
په مجنون باندې مينه که ليلا وه
په خپل يار پسې ژړا ننه په زړه کې
د عالم سره په زور زما خندا وه
چې غوټۍ يې شگفته کړه په چمن کې
که دې زده، دا چاره واړه سبا وه
چې يې گل د بهار ستا و مخ ته ونيو
ستا دمخ خوبي تر گلو لا زېبا وه
هومره رنځ، محنت، آفت ځنې پيدا شو
څو زما د خوار خاطر مينه په تا وه
دا نن شپه چې په ما تېره شوه بې ياره
ته به وايې په دوزخ کې مې ماوا وه
نن خپل بخت راسره درسته مخامخ کړه
چې پرون راته يکلخته شا په شا وه
ما وی زه يم چې پياله لرم په لاس کې
ولې دا پياله په لاس کې دهر چا وه
بس چې بيا يې ستا جمال په نظر کښېوت
د خوشال خټک د زړه ځله همدا وه