نظم
دري څلوېښتم فصل - په علاج د باز کې چې وچې غوښې يې خوړلې وي
خوشحال خان خټکباز چې غوښې بې اوبو خوري کلکې وچې
هغه غوښې يې شي غوټه په کې غوچې
ياچې ډېره طعمه وخوري بې حسابه
وړی يې نه شي، نه قی کېږي شي کريابه
نه يې کښته تهه ته وړي نه يې جارباسي
ښه بازدار دې يې په دا هنر وباسي
د کوترې د تارو يا د تمځري
په مرغه دې درسته روغه پښه ونغري
هغه پښه چې مرغه روغه وي نغرلې
هغه پښه دې ښه په مزي وي تړلې
په ورو ورو دې هغه مزی راڅکوينه
بند طعمه به هم له پښې سره راځينه
دا عمل چې يو څو ځله ښه تکرار شي
همگي به برطرف د باز آزار شي
نور دې نه ورکوي هيڅ تر صبح دمه
بله ورځ دې طعمه ورکا بېش و کمه
يا تودې اوبه علاج ددې زحمت دی
په نچه يې ورکړه باز ته چې صحت دی
بيا د باز ججوره ونموړه په گوتو
په اوبو نوره طعمه نه وي د نښتو
انگوزه که په اوبو کې کا څوک تره
په سپېږمو يې ورته ناس کا هم ده غوره
که د مهې برابر کندر څوک ورکا
له ججورې به د باز طعمه بدر کا