غزل
داسې کيف مې کړو حاصل له ميکدې نه
امیر حمزه شینواریداسې کيف مې کړو حاصل له ميکدې نه
چې توبه به اوس کومه له توبې نه
ضد د حسن به هم حسن در معلوم شي
ځير کړه ژوند له مخالفې زاويې نه
د باقي سرور احساس مې دلته وشو
شوم راستون د ميخانې له دروازې نه
تر دې دمه له يوې نه پاتې نه وم
څنگه پاتې شوم له هرې قافلې نه
واحساس مې د ساقي د کرم چرته
چې باده مې تويېدله له کاسې نه
انتظار مې چې غافل دی راسره دی
چې مې زېږي يوه شپه له بلې شپې نه
ستا په مخ که حجابونه هر څو ډېر دي
خو امان غواړي زما له حوصلې نه
ستا د مخ څه عجيبه غوندې رڼا ده
رسوي مې چې تيارې ته له تيارې نه
کړي چينې د لېمو وچې کله تاندې
څه يې وايم د غضب له زلزلې نه
سړېچن د بېلتانه يم که نمانځي مې
د براخو له گرمې ټکندې غرمې نه
ايله سترگې مې راډکې وې چې لاړې
وچ په وچه وېرېدلې له شېبې نه
بخت يې گوره چې په زړونو کې مېشته شول
کوم بتان يې چې بهر کړل له کعبې نه
لمر د مخ يې لا پرېوتی له ما نه دی
حمزه څوک به يې کړي ډار له غرغرې نه