نظم داسد تر نهه ويشتمه ورځ په ورځ شي خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 داسد تر نهه ويشتمه ورځ په ورځ شي په باران سره نهال شو درست جهان 02 په دا کال چې شاه عالم راغی له هنده سوله وشوه د مغولو دافغان 03 دا سږ کال چې يې تاريخ رحمت تم دی په وگړي مبارک دی په هر شان 04 يو دا کار هر گوره سخت په کې پيدا شو چې هلک په کې نه وينو، شول توپان 05 ډېر زموږ دخېلخانې هلکان ومړل داغ دزړه دی عبدالله ديحيی خان 06 سره ورغلل دوه غرونه يومغول دويم پښتون 07 رنځ شدت يې هسې نه دی چې څوک صاف کا خپل لړمون 08 خدايه ته دانا بينا يي هم بېچون هم بېچگون 09 ته حکيم يې پرې پوهېږې زه پرې نه پوهېږم چون د قاموس مانا × اصلي کلمه