نظم

داستاذ د خولې ورمونه

خوشحال خان خټک

خپل استاذ وماته ووې څو پندونه

هر يو پند يې مرغلرې دي لالونه

وې يې هره بدې کړه هغه بد مه کړه

چې له لاسه دې ازار شي دچا زړونه

که دې زړه دی چې بد نه مومې له چانه

اول ته پرېږده د بدو خصلتونه

د شهوت په نغوته مه ځه شهوت اور دی

په دا اور د ډېرو مقسوم دي قسمتونه

د هر چا سره دښو سلوک بايده دی

په بدۍ کې څه فايده ده کوم سودونه

د دنيا په مال دنېکو نوم حاصل کړه

تل جهان و چاته نه پرېږدي مالونه

د هر چا سره نرمي ملايمت کړه

گوندې وي چې په دا خپل کړې دچا زړونه

خپل پردي ته دزړه راز خبره مه کړه

د بخڅۍ دننه ښه دي خپل رختونه

خوشخويي هر گوره ښه ده نه دا هومره

چې په باغ کې دې خر تيزې وهي خرونه

هغه کار چې په نرمۍ تر سره کېږي

څه حاجت چې رساوه شي تر جنگونه

و هغو وته که قهر کړې روا دی

چې لري د بدو فعل بدخويونه

د هغو په مرگ ثواب گټلی بويه

چې يې سېځي له شومته غاړې غرونه

که دښمن دې ډېر زبون ته ځنې ډار کړه

په يوه بڅري وسوځي ښارونه

د دښمن په تملق غطي مه کړه

د رستم غوندې هم مړه دي مکرونه

عاقبت به خپل ورغوی په غاښ پرې کا

هر چې کار کا د دښمنو په ورمونه

چې دې لاس په دښمن برشي پرې يې مه ږده

عاقلان به ژوندي نه پرېږدي مارونه

که په خپله د خپل ځان په بدۍ نه يې

دمارونو په غار مه منډه لاسونه

په خپلوانو باندې هومره خشم مه کړه

چې پردي درځنې تښتي په ملکونه

د بادشاه په مهر مينه غره مه شه

زورور په لږ گناه وهي سرونه

بادشاهان چې په چا مخ کا د بدۍ

و سيندونو وته څوک تړي بندونه

په هغې معشوقې څه باور دکړو دی

چې په هر لوري ياران لري زرگونه

د پيپلو پاڼې خوره نه هغه پاستې

چې يې خورې د نوکر يې په شرطونه

که عمل که وکالت که پير و پلور دي

د هوښار له لاسه ښه شي دا کارونه

له بدخويه سره هيڅ بدي ته مه کړه

غليمان ورلره بس دي خپل خويونه

د کم ذات باندې ښېگڼه حبطه ده

په ښوره مځکه کې مه کره گلونه

په هر کار کې چې درپېښ شي بيړه مه کړه

په تلوار سره ورانېږي جوړ کارونه

چې دې قول له چا وکړ نور يې مه کړه

تل په عهد قول ټينگ وي ښه ميړونه

په رښتيا که په دروغ وي سوگند مه خوره

منافق دی چې ډېر ډېر خوري سوگندونه

د حرص سترگې مړې په قناعت کړه

چې په کور کې دې انبار شي نعمتونه

که هر څو دې علم ډېر چې عمل نه کړې

ته حمار يې په تا ايښي کتابونه

د ښه دين د پاره علم دانش ښه دی

نه په دا چې پرې لوټې پردي کورونه

په جهان کې که مردان دي هم هغه دي

چې وسختې وته ونيسي ځانونه

په لښکر کې دې هم ساد وي هم دې غله وي

کله غشي په کار کېږي کله گزونه

چې بدانو سره ښه کړې قباحت دی

د بدانو خوهم تور ښه وي مخونه

عاقبت به ملگري در څخه پرې کا

چې په لارې تر تا تېر درومي ستاملونه

که دې ورور دی که دې زوی دی چې بد کار شو

په څپېړه يې کاږه کا ورمېږونه

چې بد فعل بد غرض و بله ناست وي

د هغو له ناستې تښته په کروهونه

چې په کالو مشران ته يې حرمت کړه

بيا هغه چې دې په ځای دي لکه ترونه

چې دښځو تر آواز پورې زبون وي

په جهان کې هغه ږيره ده زبونه

په هغه کور کې چې ښځه چرگه بانگ لي

د هغو خونو، نه ځي برکتونه

هر چې شرع فرمايي په هغه کار کړه

مه عمل کوه رسم په دودونه

نېکوکار په فقراوو خير خيرات کا

هرزه کار په عمارت کاندي خرڅونه

که دې زړه له وينو ډک شي و دښمن ته

لږ و ډېر په زبان مه راوړه غمونه

په هرکار به دې لاس بر وي په ځوانۍ کې

که طاقت که عبادت که نور کارونه

په ځوانۍ کې چې دې کار له لاسه ووځي

په پيرۍ به دې ور نه رسي لاسونه

درته وايم چې په کوم توکي به دروند شې

دهر چا سره چې نه کړې ځوابونه

همېشه اوسه خوله پټه لکه ناوې

چې ضرور شي هاله وکړه دوه حرفونه

تر هغه به نا معقول په جهان څوک وي

چې همېش په خندا سپين لري غاښونه

که خبره که خندا کړې جگې جگې

هره چار تر حساب مه کوه بېرونه

که دې زړه دی چې دې عيب ښکاره نه شي

چاته مه شماره د خلکو پټ عيبونه

که تر تانه په قوت دمټو زيات وي

له هغه سره حجت مه کړه بحثونه

چې توانېږې د هغې خبرې لاف کړه

او که نه په دروغ مه وهه لافونه

په دښنو کې چې د جنگو خرخشې وي

ته يې غمه خپل هوس کړه خپل ښکارونه

که دې واورېدل چې بيا وبله روغ شول

نور په خپله وسله ووهه لاسونه

چې د ښځو نه بتر دي هغه څوک دي

چې د ښځو سره کا مصلحتونه

په جهان کې چې پرې نام و ننگ گاټه شي

که پوهېږې څار به مږونه دي اسونه

خدای هغه په دواړه کونه دي نمنځلي

چې په ورځ يې عدل و داد په شپه لمونځونه

چې په زړه په تامين د هغو ناز وړه

تل نياز منو سره وړي دي نازونه

د اصيل ښېوه خپل اصل نه لباس دی

په زر بافو کې يا ډم وي يا مريونه