نظم
دېرشم فصل - په بيان د تيارولو د چرغ کې
خوشحال خان خټکچرغ په اصل دلاور سرکښ مرغه دی
چې استاد دده ښکاري وي د هغه دی
اول بويه چې ډېر چرگ په دلبه وخوري
په طلب دې دده درسته هوا ومري
آبداره دې ورکوي زړه د مرغونو
لرې لرې دې يې بولي په ملکونو
چې عاشق دې د دلبه شي باولۍ بويه
زاغ کلمرغ رېزه مېزه باولۍ نه بويه
بيا دې سېر شي په عقار په څاړي ماړي
بيا دې ده لره د زاڼيې باولۍ غواړي
هسې رنگ دې باولۍ خوري چې تاو يې زور شي
نه دې هسې باولۍ خوري چې باولۍ خور شي
په باولۍ دې يې د دوه زاڼې تيار کا
نور دې ځي چې دصحرا زاڼې پرې ښکار کا
درد سر د چرغ څاړې تر حد تېر دی
ما دا هومره درته ووی دا هم ډېر دی
ما په چرغ سره نيولي ډېرې څاړې
چرغ خو څاړې د بټېرې غوندې نغاړي
پرې مې نور د زاڼو قاز وفکر نه و
که مې فکر پسې وکړې کا ر يې څه و
چې هوا د يوې چارې څوک پيدا کا
هم په خپله هغه چار سړی دانا کا
شنقار هم د چرغ په څېر اموخته کېږي
تر سپين باز په بها گران فروخته کېږي
که نيول شي په خطا په ترکستان کې
خال خال کښېوځي په دا ملک د هندوستان کې
د اورنگ په وخت هم بند تېغون شنقار و
په پورب کې رانيولی چا دامدار و
يو دما دامدار نيولی ښه شنقار و
شاه جهان بادشاه ليدلی دده ښکار و
يو په سوات کې پرېوتلی پشکار و
عجايب په رنگ کبود شنقار آل ال و
په دا ملک د پېښور کې چرې چرې
يا په سوات کې ښه شنقار کښېوځي د غورې