غزل

دی ناز د هغه ښکلي په تکل د رنگينو

امیر حمزه شینواری

دی ناز د هغه ښکلي په تکل د رنگينو

سپرليه درنه اخلي جوړېدل د رنگينو

حيران شو بې خبر چې مې دا راز ورته ښکاره کړ

ابد خو آيينه ده د ازل د رنگينو

بارخو له حيا سره وموسېده په ټيټو سترگو

سپرلي دي دفطرت ورته شډل د رنگينو

زاهده د شرابو نه توبه زما گناه ده

راغلی د فطرت نه يم په بل د رنگينو

سپرليه د وحدت که فلک هم دې شي ملگري

زه ستا په په مېچن نه شمه دل د رنگينو

گل نه يمه چې پټ مې زړه چاودون شي په خندا کې

کېدی نه شي، چې شم دې گوډ او شل د رنگينو

عالم وته معلوم شو چې سراب دی هله پسه

کوم دم چې لاروي وواهه جل د رنگينو

رنگونه مې همه په بې رنگۍ کې محسوس کړي

دا هله چې مې ختم کړو مزل د رنگينو

کوم گل د کوم يو رنگ دی چې پکې نه وي موجود

حمزه باغ دې سمسور دی د غزل د رنگينو