غزل

ډېر چې په کوم زړه کې اميدونه پيدا کېږي

امیر حمزه شینواری

ډېر چې په کوم زړه کې اميدونه پيدا کېږي

ډېر پکې غمونه هم وهمونه پيدا کېږي

حيف دی چې ما زړه درته پيش کش کړ تا وانه خيست

نن سبا تېروتيه چرته زړونه پيدا کېږي

ته خو د الوت وزرې ځان لره پيدا کړه

هم ډېرې دانې شته، هم دامونه پيدا کېږي

لا خو فلک پېر په بله خوا خوړلی نه دی

يار که د رندانو شي! جامونه پيدا کېږي

ښکليو ته چې کړې دخپلې مينې پرده پورته

پوه شه هم ددې نه جنجالونه پيدا کېږي

لار د محبت کې پيدا کېږي که سيندونه

لاددې په هورته سرابونه پيدا کېږي

سوال دې ورته وکړو دجواب طمع يې مه کړه

تل يې دچوپتيا نه جوابونه پيدا کېږي

زه به خپل جنون ته خپله خونه بيابان کړم

روغو لره ښه وي که دشتونه پيدا کېږي

څو که زمانې کړه کارغه خويه پښتونواله

تل به په دې بڼ کې څه بازونه پيدا کېږي

وخت به درته خپله پيدا کېږي چې ته کار کړې

ور چې کړې ضربونه اوازونه پيدا کېږي

گرد غوندې حمزه زما نيلي ته کهکشان دی

لا په مخکې مخکې ميدانونه پيدا کېږي