غزل

ډېر د خيال سواره ترې لاړل معلق

خوشحال خان خټک

ډېر د خيال سواره ترې لاړل معلق

سور په شا پرې ايښی نه دی دې ابلق

په دا طشت کې هره ورځ وينې تويېږي

ښکارول يې هر ماښام کاندي شفق

په ازل چې دا نسق د بېلتانه دی

تر ابده به وران نه شي دا نسق

و گدای وته به څه رنگ پاتې کيږي

د بادشاه له تنه خېژي دا يلمق

روغ به هاله د دردمن په حال خبر شي

چې په زړه باندې رسا و خوري شلق

پيدا کيږي، فنا کېږي، نه ښکارېږي

په دا سيند کې جهازونه، هم زورق

که د مرگ سبق دې هېر دی، گوريې گوره!

خپل ياران به درته ياد کاندي سبق

که هر څو په سود، سودا گرم ليده شي

تر ماښامه دی ددې بازار رونق

عاقبت به واړه ستړي شي خوشاله!

که څوک ژاړي، ناړي، مرگ گڼي ناحق