غزل

دمو دو تږی درته راغلم تا سخا ونه کړه

پیر محمد کاروان

سا قې مستا نه هیڅ پیر زو دی په ګدا ونه کړه

ستا په درشل کې مې تندی ډ یرو سجد وکړو ستړې

ما ستا دحسن پرستش کړ تا پروا ونه کړه

زما دستر ګو په زیارت کې بلید لې ډیوې

مغروره تا خو تش په شونډ و کې دعا ونه کړه

ته دخپل حسن له نشو نه را وزګاره نه شوی

هیڅ دی زما څیری ګریوان پوری خندا ونه کړه

دزړه سا حل می ستا دمینې سمندر ته ایښې

خو تا دوچ ککړ سا حل په لور ګډا ونه کړه

یتیمې هیلی به یتیمی وړم دګور غیږی ته

مهربانې خو په یتیمو هیلو تا ونه کړه

لکه دشمعی سره او شنه شې له لمبو دی زار شم

کا رون دی وریت لکه پتنګ کړ تا ژړا ونه کړه