نظم
دعوه
عبدالباري جهانيکندهار مي د بابا په قباله دئ
که پنجشېر دئ که واخان دئ وطن زما دئ
هره لوېشت مي د نيکه او بابا کور دئ
پر هر ګام باندي لحد او کفن زما دئ
هر غاټول يې زما له وينو رنګ اخيستی
دا په وينو روزل سوی چمن زما دئ
له نيکه راپاته سوی په ميراث دئ
دا د مشکو رباتونه خُتن زما دئ
سرداري يې زما په پچه ده ختلې
له آمو تر مست هلمنده مامن زما دئ
که تاجک دئ که اوزبک دئ يو افغان دئ
د دې خاوري هزاره ترکمن زما دئ
چي فکرونه د نفاق پالي په سر کي
امتياز يې د وهلو کشتن زما دئ
ښه يې زما دي بد يې زما دي هر څه زما دي
د دې خاوري ارغوان او زغن زما دئ
دلته هره تيږه کاڼی بدخشان دئ
دا لالونه، غرونه غرونه دمن زما دئ
د ازل تقسيم باغوان يم پيدا کړی
دا بهار دا لاله زار او ګلشن زما دئ
دا مورچل مورچل پکتيا او دا شېربريتي
چي فلک به کوږ ورګوري دښمن زما دئ
که ميرويس دئ که اکبر که مسجدي دئ
هره توره هر ميدان او تورزن زما دئ
فتحه زما ده، فخر زما دئ، جشن زما دئ
شهيد زما دئ د ويرژلو شيون زما دئ
چي په زړه کي څه در تېر نه سي آسمانه
چي پرون مي د نيکونو وو نن زما دئ