نظم
دوه ماران
عبدالباري جهانيهوښيارانو دي راوړي دا نكلونه
پرې اوښتي دي وختونه او قرنونه
اوسېدله دوه ماران يوه ځنګله كي
خداى وركړي عجايب وه صورتونه
د يوه يې سل لكۍ وې يو يې سر و
د ها بل يوه لكۍ وه سل سرونه
د يو سري مار خوراك يوه مړۍ وه
له ښكارونو به يې اخيستل خوندونه
يو يې خوب يو يې خوراك يو يې آرام و
په نصيب يې وې ښادۍ او نعمتونه
سړې شپې يې تېرولې په خپل غار كي
تر غوړ لمر لاندي يې تل كول مزلونه
ځناور يې له لكيو بېرېدله
له هيبته به يې تښتېدل پوځونه
د سل سر اژدها په كور كي غم و
خداى وركړي وه سل سره سل خيالونه
څوك به ويښ څوك به بيده څوك نا آرام و
چا په نيمه شپه كي غوښتله ښكارونه
چي به ښكار د كوم يو سر خولې ته نيژدې سو
نورو ټولو به وهل ورته ټوپونه