نظم

دوه ماران

عبدالباري جهاني

كله كله به ښكار پاته تر مابين سو

دوى به يو پر بل كوله ګوزارونه

په يو تن كي سل سرونه سل غليمه

يو په بل يې ښخول تېره غاښونه

نه سل سرى اژدها په ګېډه موړ سو

نه يې ورك سول په سرونو كي زخمونه

نه يې وليده كراره ورځ په ژوند كي

نه يې وكړل د آرامي شپي خوبونه

يوه ورځ د لوى ځنګله په يوه كونج كي

راښكاره سوې سرې لمبې ياغي اورونه

وچ لانده بوټي يې ټوله سوځوله

له لمبو يې تر آسمانه تلل دودونه

هري خوا ته يې سكروټي غورځولي

ور پسې وه د خزان وحشي بادونه

ځناورو هري خوا ته كړلې منډي

خلاصول يې خپل ځانونه اولادونه

سل لكۍ په ځان پسې كړلې يو سري

په يوه تاخته يې پى كړله مزلونه

د سل سري اژدها پر كور ناورين سو

هر يو سر يې هره خوا وهل زورونه

نه يوه له بله ځان سو خلاصولاى

نه يوې خوا ته رهي سول ټول سرونه

په ځنګله كي سو دا يو سل سرى پاته

تور نصيب يې كړل په برخه دوږخونه