نظم

دوه رنګي

عبدالباري جهاني

د خلقت په قافله کي ناآشنا جرس ږغېږي

هر ربات يې معما ده هر اشنا قدم ورکېږي

د هستۍ مطرب سور کړى د ورک نومي ماتم ساز دئ

هر آغاز د انجام زېرى هر ژوندون د مرګ آغاز دئ

د هر بزم په پايکوب کي د سرکوب نخښه ويده ده

هر کوثر د زهرو خم دئ هر جنت پټه لمبه ده

عزازيل دروازه وان دئ پاس د عرش په بنګلو کي

جبرئيل څخه لار ورکه د قدرت په آسمانو کي

د ريا پر منبر ناڅي د شيطان زاهد مکرونه

د ابليس له غېږي پاڅي هم سجدې هم تکبيرونه

چي پرون يې روح ايره کړ د بتانو په سجدو کي

نن يې اوښکي دي کرلي د خلوت په تاريکو کي

د زمان آهنګ بې سوره دړي وړي زمزمې دي

ياغي سوى يې شهباز دئ ماتي کړي يې نغمې دي

د ګناه ښامار اغوستي د ثواب سپيني جامې دي

د تسبيح دامونه لاس کي رنګ په رنګ پکښي دانې دي

په ناره د الاالله دي مينوشان تږي حلقونه

له خرقې څخه رغاوزي د ساقي د زوى لاسونه

پرونى صنم پرسته د کعبي کړي طوافونه

ابراهيم له خلقو ورک سو د آذر لاس کي تبرونه

هر څه هر څه مکر مکر هر څه هر څه دوه رنګي ده

هره اوښکه کي تزوير دئ هره سترګه شيطاني ده

عقل ورکي کړلې لاري جنون پرېښودل دښتونه

هري سپيني تور اغوستي پکي نغښتي دي رازونه

د خودۍ په شبستان کي د لار ورکو ګمراهي ده

په ړندو هڅو ميندلې چا خودي چا بېخودي ده