نظم

دوهم واده

عبدالباري جهاني

ټول د ګراني په قسمت سول چي خواږه وه

مځكه سره وه د ارزاني باندى شپه وه

د انار په شان يې زړه له وينو ډك و

زړګى نه و په سينه كي ډك توپك و

خان مين د خپلي ګرانى پر نخرو و

په منتر كي بند له سر څخه تر پښو و

نه په غم كي د ارزانى د جامو و

نه يې ځاى ته ورغلى په مياشتو و

چي به خان راوړل مالونه يا ښكارونه

مخ ته نه سواى ور وتلاى اولادونه

ماشومان له بېري نه سواى را وتلاى

چا د ګراني مخ كي سپوڼ نه سواى وهلاى

په كلا كي ګراني نوى ژوند تيار كړ

د كلا څخه يې جوړ د ښار بازار كړ

نقابونه يې له مخه كړله ليري

د پلو پردې يې ټولي كړلې څيري

سينګار كړى پر بامونو ګرځېدله

نه له سيال نه له نا سياله پټېدله

نه د بني نه د بل پر وا يې كړله

په كټ كټ به يې ځوانانو ته خندله

يوه شپه چي خان په لوى سفر و تللى

د غرڅه ښكار پسي غرونو ته وتلى

يو ښايسته يو برېتور په ځان غښتلى

د بي بي خوني ته ولاړى غلى غلى

كليوالي سيورى وليد په تياره كي

زړه يې سم په دربېدو سو په سينه كي

د سينې پر كور يې اور د غيرت بل سو

زړه يې وريت په هغه اور كي سو جلبل سو

په توكل د خوني خواته سوه روانه

ټول وجود يې سره لمبه و زړه لړزانه

چي په خونه ور دننه سوه ارزانه

پر پالنګ باندي يې ولېدله ګرانه

لڅه پڅه د خپل يار سره پرته ده

لاس تر غاړه له نګار سره پرته ده

د كلونو له دلدار سره پرته ده

په خپل كور كي له اغيار سره پرته ده

چيغه پورته سوه له ستوني د ارزاني

ورته پام سو له پالنګ څخه د ګراني

ويل تېره سه بې شرمي بې پدري

اوس له دې هم راته جوړي كه خبري

چي زه يو ځل له دې شوقه سم بې غمه

خبروم دي په كارونو دوه عالمه

سره تبۍ به درته مځكه كلى كور كم

تر عالمه به دي مخ په تبۍ تور كم

زهرجني چي دي زما د عشق شېبې كړې

خپلي ورځي دي كړې توري شپې ترخې كړې