نظم

دولسم باب د عزم

خوشحال خان خټک

درته ووايم د عزم

چار د عزم گڼه جزم

عزم قصد دی د مردانو

نه چې چا رده د زنانو

مرد چې قصد و کا دچارې

وبه نه دري په لارې

څو تمام هغه کار نه کا

نه غفلت ، نه به نور څه کا

چارې مردکاندي آغازې

بد که پرې يې ږدي ناسازې

که سخت کار دی چې آغاز شي

په کوښښ، په سعې ساز شي

يا دماغ دتورې پرېږده

يا وتورې ته سر کښېږده

ياهوډونو وته شاکړه

يا په هوډ کې کور بېديا کړه

ياملا مه تړه و کار ته

يا ترې مه گرځه په بيارته

هر چې چار پرېږدي نيمگړي

تل يې وېره وي د وړي

عزم درست بويه له مرده

په خپل کار که سينه سرده

که ټينگ عزم د چا نه وي

هسې بود يې روا نه وي

مرد چې کار ته اختيار جوړ کا

خدای هاله دده کار جوړکا

څو اختيار د چا تېره وي

هونبره کار بهتر دده وي

څو دمرد اختيار کامل وي

هونبره کام دده حآصل وي

څوقوت د مرد د دل وي

عزيمت هونبره کامل وي

په کامل عزيمت پوه شه

د مردانو له گروه شه

کامل عزم دا دی زده کړه

غوږ د چا په ويل مه کړه

ملا چې وتړې و کار ته

غوږ به نه باسې و پلار ته

هغه کار به پسې غواړې

يا که خاندې، يا که ژاړې

څو دې کار نه شي تر سره

له هيچا به نه کړې وېره

که محنت درباندې راشي

ستا به لار په کې زړه وا شي

سست به نه شي په محنت کې

کار به کړې په مشقت کې

که دې مال ځي، که دې سر ځي

په دا کار واړه بهتر ځي

په هر کار عزم بهتر دی

ډېر غليم لره په چر دی

په غليم چې عزم وکړې

که يې خور کړې هيڅ ښه نه کړې

که کامل دې عزيمت دی

په غليم باندې نصرت دی

چې کامل يې عزيمت دی

د غليم يې حزيمت دی

عزيمت که کامل ستا دی

د ظفر علامت دا دی