غزل

دورمي، خو څرگنده نه ده کومه لاربه ونیسي

پیر محمد کاروان

داسر به په دارشي که دلېچو هار به ونیسي

رابه شي د ستورو په لباس کې لکه سپین بازان

سر ه کُفار به ونیسي او تور کُفار به ونیسي

خدای به یې بیا پاکه کړي د سپین سهار په سپین دسمال

هومنم د لمر ښیښه، دشپې غبار به ونیسي

بین د مستې مینې به راواخلي د مولا په نوم

لال به ترې ولجه کړي بې اُدې ښامار به ونیسي

زړه لري بې زړه نه دی یو څوک خو به پرې ونمانځي

گوره یې په نن سباکې ښکلی يار به ونیسي

بیا به مرغلرې د فرعون له ږیرې وشکوي

وخت لاس د ماشوم موسی دی سور انگار به ونیسي

رابه شي،په پښو به یې بیا پریوزي چې پخلا یې کړي

سپینې اوبه، پښې دمرور چنار به ونیسي

رابه شي، پیدابه شي، داورک دارمان ستوری مو

خوله به له سپوږمۍ واخلي دلمرمدار به ونیسي

راغی ددردونو کاروان سره د بره نه

خدای ته مې امید دی، د سندرو ښار به ونیسي