غزل
درېغه وحشت مې ابادۍ ته له صحرا راولي
امیر حمزه شینواریدرېغه وحشت مې ابادۍ ته له صحرا راولي
گوره خبر مې که اشنا په تماشا راولي
خوی دې اشنا کله ژړا کله خندا راولي
بس خو حاصل د مينې دا دی چې سودا راولي
په پسرلي کې ارمانونه پخواني شي پيدا
داسې موسم دې چې فنا گلونه بيا راولي
د خپلو مستو شرابي سترگو نه وکړه تپوس
هغه کوم څيز دی چې زبان ته مې خطا راولي
راځه قاصده راشه راشه پښه نيولی مه شه
اوس مې که يو د مرگ خبر هغه اشنا راولي
هغه نمر مخي چې وعده د نن ماښام کړې ده
گورو کوم نمر دی چې به ستورو ته رڼا راولي
د شډل حسن سره ښه شوه گرانفروشه ځواني
چې سر وهل ورته زر ځل يوه ادار راولي
نه شي کېدی، غواړم که نه غواړمه شپه د وصال
هغه ظالمه چې د ځان سره سبا راولي
سر مې ورځار هغه ريبار ته دې له ما له سره
بې د رقيب نه دې حمزه چې دلربا راولي