نظم

دروغجنه مينه

عبدالباري جهاني

درته يادېږي هغه سره ګلونه

چي دي اوبو کي ايښودل په مينه

تر سترګو لاندي دي کتله راته

تا ويل دا به زموږ د ميني او ګرانښت شاهد وي

يو ګړی وروسته مي

غېږ ته راولوېدې

خوره وره سوې

او مچولم دي، کښېکښلم دي

زبېښلم دي هم

شپه تر سهاره يو د بل په غېږ کي اوښتلو

راته يادېږي دي زګېروي

او خوبولي سترګي

شپه وه سهار سوله رخصت مي سوې

له ستړي غېږي

ته پوهېدې چي بيا به ونه وينو

زه پوهېدم چي راستنه به نه سي

راته دي پرېښودل څو مړاوي او خزان ګلونه

هسي بې روحه او خزاني پاڼي

لکه احساس د دروغجني ميني

لکه پلمه د هېرو سوو وعدو