نظم
دشاه په تلو دگدا خفگان
عبدالحمید مومندپه گدا دشاه له قهره له عتابه
کاڼي پرېواته بېحده بې حسابه
وې چې اوس مې زندگي شرمندگي ده
که مې مړ که عزرائيل ته بندگي ده
له ژوندونه مې توبه ده راشه مرگه
ساه مې وکاږه له آهه سره بغرگه
زما يار که خورده دان و نکته دان دی
چې عمل يې په گومان دی بيا نادان دی
دا اثر د بدبختۍ واړه زما دی
چې مې سر له اسانۍ په سختۍ دا دی
چې مې لعل شه په موټي کې سکروټه
د پرواز په ارزو بوښت شومه په خټه
د عيسی له دمه خېژی زما دم
له غمخواره را رسېږي درد وغم
د زلال اوبه مې زهر شوې په خوله کې
دهلال نقش مې زخم شه په پله کې
د حيوان په اميد و مرم په تياره کې
وسوم طعمې د گلزار په تناره کې
آه له دې شومه طالعه توره بخته
چې يې واخسته يک لخت راسره سخته
سيده سترگې سپړدې نه وې په هوس ما
بيا خوړلې د غم خاورې پکې بس ما
له يوه غمه مې نه وې سترگې وچې
په بل غم يې گرفتار کړم گوره غوچې
له يوه اندوهه ژاړم سوک په سترگو
له اندوه مې ننباسي نوک په سترگو
دوزخي غوندې مې بخره شوه ابتره
تر يوې سختۍ پېڅم بله سخت تره
نه پوهېږم دا د چا په آزار نيو شم
چې کباب غوندې ورتېږم په نار نيو شم
نه شم ځان په تېزندۍ وژلی د صبر
مرگه راشه اوس مې مړ کړه نشته جبر
چې ستم د ورځې لاړ عدل د شب شه
د مکتب اهل لاړ بند دمکتب شه
شاه په بله لارې لاړ شه له مکتبه
څه خو سور شولو له قهره له غضبه
په گوشه کې يې راوباله همزاد خپل
په نرمۍ ترې پرسش وکه د مراد خپل
وې وايه څه وې تا گدای سره
دروغ مه وايه گوره ته و خدای سره؟
ده بيان که ورته حال لکه و هسې
سوال جواب قيل وقال لکه و هسې
چې ظاهر و شاه ته صدق د گدای شه
له خجلته سرنگون په پشت پای شه
دغصې غبار يې لرې له سينې شه
دکينې زنگار يې ورک له آيينې شه
بر طرفه يې له زړه بدگوماني شوه
غلبه ورباندې ډېره پښېماني شوه
وې څوک به هسې وي دخدای دپاره
چې به عذر زما وغواړي له ياره
چې مقهور په بد دعا نه کا گدا ما
د ښېرو په تېره تېغ نه کا ادا ما
د کرم په اوبو مړ دآزار اور کا
په عطا سره خطا زما در گور کا
دلته درسته شپه گدا خونه ويجاړه
له فرقته د يار سر ټکوه ژاړه
هلته شاه په اور د مهر له کرمه
لکه شمع هسې سوه تر صبحدمه
په عشاقو کې هغه عاشق نېک فال وي
چې په يار کې يې قوت د انفعال وي