غزل
دښمن که و په کار مې هم دا خپل هوس شو بس
امیر حمزه شینواریدښمن که و په کار مې هم دا خپل هوس شو بس
دا يو قفس چمن نه راته يو په لس شو بس
ساقي ته مې بس نه وې راکول يې ما چښل
چې سترگې يې راپورته ما وې چې بس شو بس
بلبل خو په قفس د رنگ او بوی کې وي بندي
او ماته د اشنا د محبت قفس شو بس
راپورته دې کړې سترگې بې قراره غوندې شوې
اظهار د مدعا ته مې جوړ يو نفس شو بس
شايد د مينې جاله مې باد يووړه د هوس
اوس هم شته انتظار مې خو د سترگو خس شو بس
کاروان د ژوند روان دی زړه چاودون په هرقدم
اظهار ته د مطلب د بړبوکۍ جرس شو بس
محفل يې کړو بې خونده رقيب راچې غی حمزه
مجلس د خوږ طعام وته دا يو مگس شو بس