نظم

ځنګل شاهي

عبدالباري جهاني

کتابونو دي راوړي دا نکلونه

چا ترې واخيستې مزې چا عبرتونه

چي لا نه وه انسانان پر مخ د مځکي

ځناورو يو پر بل کول حکمونه

په ځنګلو کي د ځنګله قانون روان وو

چلول امير زمري پکښي امرونه

د کمزورو سره غم وو د سرونو

زوره ورو ښکارول ژوندي سرونه

لوى لېوان، لکه خوګان په غوښو بار وه

ګرځېدل به سرې سرې سترګي غوړ برېتونه

د کمزورو په ژوندونې ساه ختلې

پر هډوکو يې وچ سوي وه پوستونه

امير هم د زوره ورو طرفدار وو

چا يې نه کړل په حضور کي فريادونه

يوه ورځ د لوى امير ټوکو ته زړه سو

راحاضر يې کړ جلاد تېره غاښونه

ويل راولئ موږک زما تر حضوره

چي سپارمه دې بېکاره ته کارونه

حاضرباشو جلادانو موږک راووست

رېږدېدله يې له وېري اندامونه

د امير حضور يې هيڅ نه وو ليدلى

نه خبر وو له دستوره له قانونه

د دربار هره ګوښه ورته بلا وه

د مرګ ږغ ته يې بوڅ کړي وو غوږونه

ناببره امير وويل موږکه

ستا له لاسه همېشه راځي عرضونه

په ځنګله کي حيوانان له لوږي مړه سول

ستا په کور کي د غنمو ګودامونه

پيشو هم تا بې حيا بې شرمه بولي

درباريان مي هم لري شکايتونه

ما ټاکلې ستا لپاره وظيفه ده

چي مصروف دي کړي هفتې مياشتي کلونه

هغه دا چي هغه ليري غره دپاسه

چي ولاړه دي چنارونه او سبرونه

لويي وني او کوندې کړه ترې رابيلې

چي رانه وړې نيالګي واړه ښاخونه

موږک وويل اميره ستا قربان سم

تاسي وګورئ زما پښې او زما لاسونه

زه به څرنګه چپه کړم لويي وني

زه به څرنګه راوړم لوى چنارونه

ما ته وسپاره يو کار زما تر قدرته

صدقه دي سه زما ويني اولادونه

لويي وني ماتول د فيل په وس دي

بار ته وټاکه اوښان خره او آسونه

د امير سترګي سوې سرې له ډېره قهره

ويل ووزئ درباريانو پرېږدئ خونه

چي يوازي سول امير او موږ دواړه

او خالي سول د دربار ټوله کونجونه

په حيرت حيرت موږک ورته کتله

زمري پورته کړل له مخي نقابونه

تر نقاب د لاندي بل حيوان ښکاره سو

غټي زامي پنډ اوربوز اوږده غوږونه

دا هغه له کلي تللي سپېره خر وو

چي يې وړاى نه سول درانه درانه بارونه

موږک وازه خوله حيران خر په خندا سو

ويل واخله زما له عقل نه پندونه

چي زه خر يم د زمري پر کرسۍ ناست يم

او وېشمه فيل او پړانګ ته منصبونه

ته هم کړلاى سې چي لويي وني پرې کړې

او د مځکي سره سم کړې دا ځنګلونه

دلته مه وايه چي دا مي په وس نه دي

که دي زړه غواړي د ژوند واړه عيشونه