نظم

اداب د نماستي

خوشحال خان خټک

په نماستي کې دا ادب دی

ترک يې مه کړه مستحب دی

بې اودسه نماستی مه کړه

په اودس څمله زده کړه

که نماستی دې په ابدست وي

که شيطان دې په قسمت وي

فرښتې به په هر لوري

در ته کښېني تا به ژغوري

درسته شپه به تر بامداده

آمرزش غواړي سارا ده

همېشه په اودس اوسه

ډېر ثواب ور سره يوسه

په اودس چې مؤمن خواب کا

دده ځان پور ته شتاب کا

د اسمان د پاسه گرځي

په سجود پرېوځي غورځي

خواب مکروه دی په درې وخته

ته يې ياد لره نېک بخته

يو سبا بل پس له ظهره

قيلوله ده تر منځ ظهره

بل چې نمونځ د ماښام وکړي

تر خفته به خوب نه کړې

قيلوله د ورځې خوب دی

نيمه ورځ فراغت توب دی

قيلوله ده مستحبه

په جواز ده لا عجبه

خوب په درې رنگه يادېږي

چې درې ورځې نماستی کېږي

خوب د خلق په قيلوله دی

و هرچا ته ستوده دی

خوب دخلق چې د سبا وي

دېوانه لره سزا وي

خوب د حمق د آخر ورځ دی

د احمق دی د بد ورځ دی