نظم
اداب له کوره واته په چېرته تله
خوشحال خان خټکچې له کوره نه واته کړې
ښۍ پښه به بېرون ته کړې
لکه ښۍ پښه وباسي
هم به ښۍ ننه باسي
په واته کې سترگې ژغوره
يو سر بل سر ته مه گوره
چې څوک ووينې ای عامه
پرې يې مه ږده بې سلامه
په خوشۍ ښه وموسېږه
لاس يې ونيسه تېرېږه
که په مخه درشي ښځه
کناره ورځنې ته ځه
مه و دې وته ځه وايه
مه نظر ورته کشابه
که د ښځې څه شعور وي
دا به خود له مژده دور وي
په گوښه به کيني بيارته
دا به نه گوري خپل پلار ته
چې مردان په لارې نه وي
ددې تله به بيا هاله وي
لعنت څو ځايه ورېږي
پرې دې هر څوک وپوهېږي
يو چې مرد ښځې ته گوري
په شهوت ورته وښوري
بل چې مرد و ته کا ته کا
ښځه بې حجابه تله کا
عاقلان سړي که ښه کا
ناست د ښځو سره نه کا
نه دې ناست کا له کودکو
چې بازي کا له باغکو
نه ناستی له لونډانو
نه ناستی له فاسقانو
نه ناستی له حرص ناکو
نه ياريې له بې باکو
چې له دېو فرقو کښېنينه
ډېرې شندې به پرې شينه
دا مثل د فرزانه دی
چې مشهور په زمانه دی
چې د بدو سره اوسي
که بد نه کا بد به يوسي
ناستی ښه دی له هوښيارو
له پاکانو پرهېز گار و
چې څه پند و تا ته وايي
تا وښې لارې ته بيايي
د هغه صحبت د رمان دی
که قضا يې کړې ارمان دی
د نمانځه قضا به وشي
ښه صحبت به بيا رانه شي
پشک که گډ کا څوک په مښکو
د مښک بوی درومي له پشکو
د دانا صحبت اکسير دی
مس دې زر کا بې نظير دی
د دانا صحبت کېميا دی
مس دې زر کا بې همتا دی