څلوريزه

عزت د زرو ډېر دی،عزيز دی

خوشحال خان خټک

عزت د زرو ډېر دی،عزيز دی

هغه چې زر ساتي صاحب تميز دی

که هر څو ښه دی په حقيقت کې

زر عاقلانو وته ناڅيز دی