نظم

فصل - عذاب چې په مرده پسې وير جزع فزع

خوشحال خان خټک

دا حديث د محمد دی

ناصبور په غم کې بد دی

ورور عزيز چې د چا مړ شي

بويه دا چې غم دې نغړ شي

که نارې فرياد غوغا کا

واړه ځان لره بلا کا

يا جامې که پسې تورې

يا يې نه اغوندې نورې

يا جامې څېرې کوينه

نه دستار په سر تړينه

يا خپل کور پسې ويران کا

دغه واړه د دين زيان کا

په قيامت به شرمنده وي

په عذاب کې به اخته وي

په دوزخ کې به يې ځای وي

همېشه به پرې های های وي

په مردن به يې تور رنگ وي

گور لحد به باندې تنگ وي

څو يې تورې جامې وينه

عبادت به يې نه شينه

په محشر چې حساب شمار وي

حساب شمار به پرې دشوار وي

کل فرښتې به پر لعنت کا

همگي به ترې نفرت کا

چې له گوره نه پاڅينه

برهنه به و درينه

په صراط چې گذر کاندې

درمانده به شي پرباندې

نوحه گر چې مړی ستايي

په رنگ رنگ يې ثنا وايي

په قيامت به دا پيشو وي

يا به سپی يا به بيزو وي

د قطران جامې اغوستې

پليتي په سر اخستې

تن پاره پاره د دېو

تر لړمون ښکاره د دېو

د لعنت چادر پرې باندې

چې د اور لمبې به کاندې

فرښتې به دا ونمايي

دوزخيان به په وير ستايي

چې بدبختو اوسي راځي

دوزخيان په وير ستايي