نظم
فصل - د بيمار د مانځه
خوشحال خان خټککه بيمار پاڅېدی نه شي
بل سړی دې يار دده شي
که ولاړ نه ودرېنه
بل سړی دې يې ساتينه
که څه توان لري اقدام که
فريضه دې په قيام که
که سنت نشته کاندې
ملامت نشته درباندې
که يې توان نه وي په ناستې
گذاري دې نمونځ په ملاستې
د قبلې په لور دې رو که
اشارت دې په ابرو که
که يې توان د ايماء نه وي
گذارل دې يې په زړه وي