نظم
فصل - د عيد د نمانځه
خوشحال خان خټکادينه چې څوک گذارينه
د عيد نمونځ پرې واجب شينه
د کتاب له روايته
د عيد نمونځ دی دوه رکعته
په څلور شرطه گذاره شي
که تر کم دی گذاره شي
اول ښهر جامع ځوانه
بل سلطان بويه ای جانه
که سلطان په خپله نه وي
که نايب يې وي هم ښه وي
بل چې جمعه جماعت وي
بل په وقت قد و قامت وي
درې شرطونه هم هغه دي
لکه ياد په ادينه دي
اما وقت دعيد دا حال دی
چې نمر وخوت تر زوال دی
که څوک څملي نمونځ پرې نشته
چې بيدار وي په هغه شته
خطبه پس له مانځه بويه
مختصره وي که لويه
که خطبه په نسا وي
مکروهات سره روا وي
له مانځه پخوا روا ده
خطبه پس له نماز زېبا ده
که بې عذره نمونځ قضا وي
نمونځ په درې ورځې روا وي
تکبيرونه يې ښکاره دي
په حساب دي په شماره دي
په اول رکعت اووه دي
په دويم رکعت پنځه دي