نظم
فصل - ذکر د اذان د اقامت
خوشحال خان خټکبانگ اقامت ويل سنت دي
په ښه صورت، په ښه نيت دي
مؤذن چې بانگ آغاز کا
غوږ دې هر څوک په آواز کا
د دنيا ويل دې نه کا
د حق ذکر دې په زړه کا
که تنها سړی نماز کا
بانگ نماز دې په آواز کا
که يې نه کا هم گفتار دی
قامت بويه که بيدار دی
بې اودسه اذان روغ دی
دا واينه په دروغ دی
که مجنون دی که کودک دی
ياجُنب له گنگۍ ډک دی
لا بانگ وايي نساء وي
په مکروه يې بانگ روا وي
که په لاره ځي اذان کا
يا څوک ناست اذان عيان کا
يا چې مخ په قبله نه وي
دا مکروه اذان دده وي
که اذان دی که قامت دی
په دا دوه ځايه سنت دی
يو لازم په فريضه دی
ور پسې هم په جمعه دی
که سنت گذاري که نفل
پرې آذان نشته په نفل
په قضا باندې اذان شته
روايت ښکاره عيان شته
يو سړی په تمام ښهر
که سړی واوري په جهر
بس کافي هغه اذان دی
په قامت يې نمونځ روان دی
مسافر د آس د پاسه
که اذان کا روا ناسه
نه په ده باندې اذان شته
نه قامت په ده روان شته
که په مزد بانگ نماز کا
روا نه دی لا جواز کا
که بې مزده عطا مومي
ښه که دی يې له چا مومي
که هلک که بالغ نه وي
بانگ نماز روا دده وي