نظم
فصل - ذکر د کسوف و خسوف د مانځه
خوشحال خان خټکخدای په هر چارې قادر دی
چې پرې شک راوړي کافر دی
په نمر تندر و گومارينه
تندر او ږمکه هم ورينه
دا په داچې هر څوک زده کا
و خپل خدای وته سجده کا
ودرېږي په طاعت شي
د خپل ځان په مغفرت شي
نمر چې تندر ونيسينه
دوه رکعته سنت دينه
په مسجد دې امام راشي
ور سره دې انام راشي
نمونځ دې وکا له امامه
تر آغازه تر انجامه
تر هغه چې نمر خلاصېږي
بس دعا زاري دې کېږي
که امام د مسجد نه وي
نمونځ تنها گذاره ښه وي
که سخت باد که زلزله وي
هورته هم زاري لا ښه وي
څوک چې نمونځ د استسقا کا
په زارۍ دې يې ادا کا
که تنها که جماعت وي
له امامه برکت وي
په صحرا دې امام ولاړ شي
نور دې هم پسې ولاړ شي
دوه رکعته نمونځ فروغ دی
قرات په زوره روغ دی
چې امام نماز ادا کا
مخ و قوم وته بيا کا
په خطبه دې شي په ځمکه
بې منبره خطبه ځکه
له خطبې نه چې ساکت شي
په رداء دې پرېوت شي
تر خپل سر دې يې جارباسي
په رداء دې لاس کښېباسي
په ښي کيڼ پهلو پس وړاندي
استغفار دعاء دې کاندي
په دارنگ دې باران غواړي
په توبه زاري دې ژاړي
په خطبه کې که تکيه لي
په لنده په توره ښه لي
په درې ورځې دې دا کاندي
گوندې رحم شي ورباندې
خدای باران په خلق وکا
د وگړي زړونه ښه کا
د امام حکم هم بويه
په دا کار کې زما زويه
د امام حکم که نه وي
يک تنها گذارل ښهوي
په دعا په زارۍ بويه
جد وجهد زما زويه