نظم

فصل - ذکر د نفل نمونځونو

خوشحال خان خټک

تطوع که فضايل دي

نفل واړه يو ويل دي

دا نه فرض دي نه واجب دي

نه سنت دي نه راغب دي

که گذاري ډېر يې ثواب دی

او که نه کله عذاب دی

په الحمد په سورت ده

دوگانه په يوه نيت ده

يو يې نيت څلور رکعته

هر رکعت يې له سورته

نفل نمونځ

هسې هم کېږي

رکعتونه که اته وي

يو يې نيت که کړې هم ښه وي

تر اته چې زياتی کېږي

دمکروه سره يادېږي

په ورځ زيات تر څلور نشته

په يوه سلام نور نشته

څوک چې نيت د نفل وکا

کار پرې پېښ شي ويې نه کا

پرې قضا لازمهع کېږي

که يېنه کا ماخوذېږي

چې تازه اودس څوک وکا

په مسجد ورشي که ښه کا

دوگانه دې گذارينه

د مسجد تحيت دينه

پيغمبر گذارل ای ياره

ثواب ډېر لري بېشماره

نفل نمونځ سهوه لرينه

که څوک سهوه په کې شينه

نمونځ دڅاښت گذارئ يارانو

چې لازم دی په بزرگانو

څاښت چې نه گذارئ يارانو

چې لازم دی په بزرگانو

څاښت چې نه گذاري غافل وي

غافلان واړه باطل وي

دوه څلور اته شته دولس

دا رکعت دی نيت يوولس

په يوه سلام که چار کا

هم مختار دی چې ښه چار کا

چې گذاري دولس رکعته

خوښ به ونيسي نفلونه

پرې به پوه وي چې عاقل وي

خدای ته قرب په نوافل وي