نظم
فصل - ذکر د نکاح د طلاق
خوشحال خان خټکد رسول د خولې حديث دی
ده ياد کړی دا تثليث دی
که نکاح دی که طلاق دی
دوه شول دا درېم عتاق دی
په رښتيا که په دروغ وي
که په هزل وي هم روغ وي
که بنده وته ووايې
چې ته يارخدايي زما يې
که يې زوی يا يې ورور کړې
که بنده يې گڼي زور کړې
که د چا مريونه سل وي
يا لږ ډېر دا يې ويل وي
چې آزاد مې بنده واړه
نور د دواړو خلاصه غاړه
مکاتب په کې خلاص نه وي
نور کل خلاص شي څو دده وي
که ووينځې ته ووايې
چې مېرمن مې په رښتيا يې
که دروغه دا وينا وي
آزادي يې په رښتيا وي
که يې خور کا يا يې لور کا
بندگي دې ځنې دور کا
که مور وينځه پلار آزاد وي
که يې پلار په بندگۍ ياد وي
که هلک فرزند پيدا کا
څوک دې وينځه ناروا کا
که يې پلورې يو ځای بويه
چې بها يې شي ای زويه
چې پردۍ په طلاق شي
سړی بيا ددې مشتاق شي
چې په درې خيضه صفا شي
بيا نکاح باندې روا شي
که زړه وي ، نابالغه
حکم دا د لري دالغه
که درې مياشتې شي پرې تېرې
د نکاح شي ښې لا ډېرې
که په ذات وي پرستاره
ددې دوه حيضه وشماره
که هلک وي يا پسره
وينځه ای روشن ضميره
يو نيم حيض يې دعدت دی
چې پرې تېر شي نور رخصت دی
که مېړه نه پاتو کونډه
زړه ځوانه پېغله غونډه
په روزگار کې زړه ځوانه
يا تنکۍ جنۍ نا دانه
څلور مياشتې يې عدت دی
لس ايام پرې زيادت دی
که عورته حامله وي
کونډه يا مطلقه وي
په عدت ام الولده
په درې حيضه ده نامزده
که آزاده په ښېوه شي
له خواجه نه که بېوه شي
که درې حيضه په ځان تېر که
نور يې زړه که ځوان که زوړ که
که په حيض کې طلاق ورکا
تر عدت دې يې بدر کا
که چنغول ليدلي نه وي
د چا هسې چنغله وي
که طلاقه يې کا زويه
د هغې عدت هم بويه
نيم کابين يې هم رسېږي
پرې دې هر څوک وپوهېږي